سیمه ییزې سرچینې وايي، یو ښوونکی په فیسبوک کې پر طالبانو د نیوکې له امله په بند محکوم شوی

۵ ورځې مخکې

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بامیان ولایت د طالبانو لومړۍ محکمې د دغه ولایت یو ځوان ښوونکی سلیمان سایي له دې امله په بند محکوم کړ، چې په بدل نوم یې فیسبوک پاڼه لرله او پر طالبانو یې نیوکې کړې وې.

هغه شاوخوا لس میاشتې وړاندې د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې طالبانو نیولی و.
د ښاغلي سايي یوه ملګري د طالبانو له قوله د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سلیمان د یوه جعلي فیسبوک اکاونټ له لارې د طالبانو پر ضد لیکنې خپرې کړې دي.
یوې بلې ځايي سرچینې ادعا کړې چې طالبانو هغه له سپکاوي او شکنجه کولو وروسته «په اووه کاله بند محکوم کړ.»
افغانستان انټرنشنل نه شي کولی په خپلواکه توګه د سیمه ییزو سرچینو څخه د دغو معلوماتو پخلی وکړي.
طالبانو تر دې دمه پر دې ډلې د نیوکې په تور د خلکو د نیولو خبرونه رد کړي دي. دغه راز طالبانو هغه کسان چې په رسنيو کې يې د نيولو او ناوړه چلند خبرونه خپاره کړي اړ کړي، چې له نيولو او ورسره د طالبانو له خوا د شوي ناوړه چلند په اړه منکر شي.
که څه هم طالبانو د فعالانو او ژورنالستانو شکنجه او ناوړه چلند رد کړی، خو د دې ډلې له بند څخه د خوشي شویو کسانو شاهدي ښيي چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه او تاوتریخوالی پراخ دی.
مرتضی بهبودي، یو افغان - فرانسوي خبریال چې د طالبانو له خوا په اوو میاشتو بند محکوم شوی و، فرانس ۲ ته وویل چې طالبانو «د هغه غاښونه ایستلي او د بریښنا په شاټونو او جبري پیچکاریو یې شکنجه کړی.»
دغه خبریال له ۲۸۴ ورځو زندان وروسته د تلې میاشتې په ۲۶مه د طالبانو له بند څخه خوشې شو. هغه وويل چې د بند په لومړیو دریو میاشتو کې هره ورځ شکنجه کېده.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي چې په کابل او نورو ولایتونو کې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې د بندیانو په وړاندې ۳۱ ډوله شکنجه کارول کیږي.

نور خبرونه

رادیو