د قطر او طالبانو ګډې کاري کمېټې د کار د دوه اړخیزو اړیکو اړوند غونډه وکړه

۵ ورځې مخکې

د قطر رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد او طالبانو ګډې کارې کمېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کار د سکټور د دوه اړخیزو اړیکو اړوند غونده کړې.

په غونډه کې د دواړو هېوادونو د کار په سکټور کې د وروستیو پرمختګونو اړوند بحث شوی.

د قطر رسنیو خبر ورکړی، چې د چارشنبې په ورځ په دوحه کې دغه غونډه د قطر د کار وزرات د مرستيالې نجوا بنت عبدالرحمان الثاني په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار ګومارنې برخې مشر محمد امین انيس په مشرۍ یو پلاوي هم حضور درلود.

په خبر کې راغلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو وګړو ته د کاري فرصتونو د برابرولو اړوند پر نورو برخو هم خبرې شوې دي.

طالبانو تر اوسه د دې ناستې اړوند جزئيات نه دي شریک کړي.

قطر له طالبانو سره نږدې اړيکې لري او له دې ډلې سره یې په بيلابيلو بشري برخو کې مرستې هم کړې دي.

طالبانو څو ورځې وړاندي د دغه هېواد لپاره خپل نوی سفير سهيل شاهين هم معرفي کړ.

خو دغه هېواد لا تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پېژندلې.

نور خبرونه

رادیو