د ایران د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر وایي، چې د اوکراین، افریقا او د نړۍ د نورو سیمو بې ځایه شویو ته رسېدګي باید د دې لامل نه شي، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ هېر شي.
نادر یار احمدي په ایران کې د خوړو د نړۍوال پروګرام د دفتر د استازولۍ له مشرې میسا الغریباوي سره په کتنه کې وویل، چې له دغه هېواد سره باید د افغان کډوالو د ښه کوربتوب په موخه مالي مرستې وشي.
نوموړي له مېرمن الغریباوي څخه وغوښتل، څو خپلې مرستې له هغو اړمنو کډوالو سره زیاتې کړي، چې په ښارونو او کلیو کې اوسېږي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پر اوکراین د روسیې او پر غزې د اسراییل له بریدونو سره افغان کډوال او د افغانستان وضعیت د نړۍوالو له پامه وغورځېد.
تېره ورځ ګارډین راپور ورکړ، چې اوسمهال سلګونه افغانان د نړۍ په ۳۶ هېوادونو کې د «بندخونو په څېر» کمپونو کې بې برخلیکه ژوند کوي.
د راپور له مخې، دغه افغانان چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي دي، د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو سره هیڅ داسې هیله مندي نه لري، چې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
ایراني رسنۍ اېرنا بیا په ایران کې د خوړو د نړۍوال پروګرام د دفتر د استازولۍ د مشرې میسا الغریباوي له قوله لیکلي، چې نوموړې له افغان کډوالو څخه د ایران د ښه کوربتوب ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به د یادې ادارې همکارۍ زیاتې شي.
هغې زیاته کړې، چې هڅه کوي اروپایي هېوادونه د افغان کډوالو د ملاتړ او بشردوستانه مرستو لپاره وهڅوي.
مېرمن الغریباوي د خوړو نړۍوال پروګرام پر جدي ژمنتیا ټینګار وکړ، چې د نغدي او خوراکي مرستو او نورو مالي ملاتړونو د زیاتولو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت د کوربهتوب بهیر کې مرسته وکړي، ترڅو په دغه هېواد اقتصادي فشارونه کم شي.
ایراني چارواکي په داسې حال کې د افغان کډوالو د ښه کوربتوب ادعا کوي، چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک شوی او ډېر شمېر هغه افغانان چې ژوند یې هم له ګواښونو سره مخ دی له دې هېواد څخه په زور سره اېستل کېږي.
د دې ترڅنګ په وروستیو میاشتو کې د ایران پر پولو لسګونه افغانان د دغه هېواد د پولیسو له تاوتریخوالي ډک چلند له امله وژل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا وکمنېدو وروسته په ایران او پاکستان کې زرګونو افغان کډوالو په قانوني او غیر قانوني توګه پناه اخیستې، خو دواړو هېوادونو له نږدې دوو کلونو راهیسې د کډوالو ژوند تریخ کړی او په بې سارې توګه له دغو هېوادونو اېستل شوي دي.