د روسیې او ایران ولسمشران په روانه اونۍ کې په مسکو کې د ستراتیژیکې ملګرتیا تړون لاسلیکوي.
کرملین د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مسعود پزشکیان به د جنوري پر۱۷مه له ولادیمیر پوتین سره وګوري. دواړه مشران به په دې لیدنه کې د "ستراتیژیکې ملګرتیا" تړون لاسلیک کړي.
د کرملېن په وینا، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ خبرې به د مسکو او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا په اړه وي، چې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورت، لوژستیک او بشري چارو برخې پکې شاملې دي.
مسکو ټایمز وايي، چې دغه تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي، سیاسي او اقتصادي همکاریو لا پراختیا ته لار پرانیزي.
په تړون کې د ترانسپورت، انرژۍ، دفاع او سیمه ییزې همکارۍ په برخو کې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
مسکو ټایمز وايي، د شمال-جنوب ترانسپورت کوریډور چې د روسیې، ایران او نورو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یوه پراخه بېخبنايي پروژه ده، د دې ملګرتیا د "مرکزي ستنې" په توګه ګڼل کیږي.
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، چې دغه تړون یوه سریزه او ۴۷ مادې لري او د تړون په لاسلیک او پليتابه سره به په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو په کچه وده او پرمختګ ولیدل شي.
جلالي زیاته کړې چې د دغه لاسوند په لیکلو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو بنسټیز انډول، خپلواکي او د هېوادونو سرحدي بشپړتیا ته درناوی شوی دی.
نوموړی وايي، په تړون کې سیاسي اړیکې، له نړیوالو ادارو سره د همکارۍ لارې چارې، اقتصادي همکاري او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو پروژو اجرا کول شامل دي. دغه راز د نوې ټکنالوژۍ په ځانګړي ډول سایبري امنیت، د اتومي انرژۍ سوله ییزه همکاري، دفاعي مسایل، ترهګرۍ ضد مبارزه، د کسپین سمندرګي د ستونزو حل او د پیسو له تطهیر سره مبارزه د دغه تړون برخې دي.
په ۲۰۲۲ کال کې له اوکراین سره د روسیې د جګړې له پیل وروسته مسکو او تهران خپلې همکارۍ لا پراخې کړې دي.
ایران د روسیې لپاره زرګونه شاهد بې پیلوټه الوتکې چمتو کړې چې د اوکراین پر ښارونو بریدونه کوي. دغه راز ایران د لنډ واټن بالیستیک توغندي هم روسیې ته برابر کړي دي.
د ایران او روسیې ترمنځ همکاري نه یوازې له اقتصادی پلوه بلکې د پوځي او سیاسي همکارۍ له لارې د لویدیزې نړۍ له نفوذ سره د مبارزې لپاره هم پراخه شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په اکتوبر کې وویل چې مسکو او تهران د ستراتیژیکې ملګرتیا تړون لاسلیک کولو اراده لري چې نږدې دفاعي همکاري به پکې شامله وي.
ایران او روسیه په خپلو انرژیکو صادراتو تکیه کوي او د نړیوالو بندیزونو له امله دواړه هېوادونه له اقتصادي فشار سره مخامخ دي.
د رپوټونو له مخې، د انرژۍ په برخه کې به روسي شرکتونه د ایران د انرژۍ سکتور کې پراخې پانګونې وکړي، چې ددغه سکتور عصري کول او پراختیا پکې شامل دي.
ایرانی چارواکي دغو پانګونو ته خوشبین دي، په ځانګړې توګه چې په اسیايي مارکیټونو کې انرژۍ ته اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي.