د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر ډاکټر فضل محمود فضلي وایي، چې د پاکستان له لورې د نجونو د زده کړو په موخه د کنفرانس جوړول د دغه هېواد د «منافقت» ښودنه کوي.
فضلي ویلي، چې پاکستان د افغان نجونو د ښوونځيو ویجاړولو کې ښکېل دی.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو» تر سرلیک لاندې د شنبې او یکشنبې په ورځو کنفرانس جوړ شوی وو.
په دغه کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو استازو، علماوو او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ګډون کړی وو.
ډاکتر فضل محمود فضلي د دغه کنفرانس په اړه په خپل اېکس کې لیکلي: «پاکستان د افغانستان د ښوونې او روزنې سیسټم په ځانګړې توګه د نجونو لپاره په ویجاړولو کې لوی رول لوبولی دی. پاکستان له ۱۹۷۳ کال راهیسې د ښوونځیو په بمبارولو کې، د ښځینه ښوونکو او زده کوونکو په وژلو او ان د بمونو څخه د ډکو لوبو سامان په لېږلو کې د ماشومانو په منځ کې د وحشت او وېرې خپرولو کې ښکېل دی».
په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو» په دغه کنفرانس کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په خپلو ویناوو کې د اسلامي ټولنو له مشرانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رسميت پېژندلو ډډه وکړي او د ښځو او نجونو د زده کړو محدودولو پر وړاندې ودرېږي او خپل ریښتینی مشرتوب وښيي.
د دغه کنفرانس په اړه پاکستاني چارواکو ویلي، چې ددې کنفرانس موخه په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو په برخه کې ننګونو ته د حل لار لټول دي.
که څه هم طالبان په اسلام اباد کې یاد کنفرانس ته بلل شوي وو، خو یادې ډلې له دلیل پرته په کې له ګډون کولو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د نجونو پروړاندې له شپږم ټولګي پورته د ټولو روزنیزو او ښوونیزو بنسټونو دروازې بندې کړي دي.