د نړۍوالې جنایي محکمې د نیول کېدو له احتمالي پرېکړې سره مخ عبدالحکیم حقاني څوک دی؟

۴ ساعتونه مخکې

عبدالحکیم حقاني د طالبانو د دوو پخوانیو مشرانو ملا محمد عمر او ملا اختر منصور نږدې ملګری او د دې ډلې له بنسټګرانو څخه دی.

حقاني وروسته له درېیو میاشتو چې طالبانو کابل ونیوه د هبت‌الله اخوندزاده په حکم د دې ډلې د حکومت قاضي القضات وټاکل شو.

حقاني په ۱۳۳۶ کال د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خټه پښتون اسحاقزی دی.

هغه د طالبانو له بنسټګرو څخه دی او د طالبانو له پیله د دې ډلې د مرکزي شورا غړی و. هغه د طالبانو د لومړي دورې حکومت په اویایمه لمریزې لسیزه څخه له لږو ژوندي پاتې مشرانو څخه دی چې لا هم د دې ډلې د مشرتابه په کچه دنده لري.

نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې په اختر منصور د امریکایي ځواکونو د هوايي برید له وژل کېدو وروسته د طالبانو د مشرتابه لپاره یو له غښتلو نوماندانو څخه و، چې یو شمېر طالب قوماندانو یې د مشرتابه لپاره هلې ځلې کولې.

کله چې په ۲۰۲۱ کال د فېبرورۍ په میاشت کې رسنیو راپور ورکړ، چې ملا هبت‌الله په کوېټه کې په یوه چاودنه کې وژل شوی، حقاني د هغه د ځایناستي د اصلي کاندیدانو په توګه یاد شو.

حقاني د طالبانو د لومړي دورې حکومت پر مهال (۱۹۹۶–۲۰۰۱) د طالبانو د سترې محکمې مشر و.

هغه د کندهار په معیوبینو مدرسه او د پاکستان په حقانيه مدرسه کې تدریس کړی دی.

د طالبانو له نظره، هغه ځانګړې علمي مرتبه لري. د طالبانو د چارواکو په وینا، هغه په فقه کې عالم دی او په حدیثو هم بشپړ تسلط لري. طالبان د دیني علم په برخه کې هغه د ملا هبت‌الله اخوندزاده برابر شخص ګڼي.

نوموړی په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي ټیم مشر و او په مذاکراتو کې د طالبانو د پلاوي له هغو څېرو څخه و، چې د دې ډلې د حکومت د ډول په اړه یې نظریات وړاندې کول.

خو د طالبانو د قضایي سیستم د مشر په توګه د عبدالحکیم حقاني بیا ځلي ټاکل کېدل او د ښځو او نجونو د حقونو په نقض کې د هغه رول د هغه نوم لا زیات مشهور کړ.

هغه د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د پراخې سرغړونې د اصلي عاملینو په توګه پېژندل شوی دی.

د نړۍوالې جنایي محکمې لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د ملا هبت‌الله او حکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه وکړه.

کریم خان وویل چې معقوله دلایل شته چې هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د بشري ضد د جرمونو او د پراخ جنیستي توپیر له امله د روم د اساسنامې له مخې جزایي مسوولیت لري.

نور خبرونه

رادیو