زېلېنسکي: د شمالي کوریا له دوو نیول شویو سرتېرو پوښتنې روانې دي

۳ ورځې مخکې

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د روسیې په کرسک سیمه کې یې د شمالي کوریا دوه سرتیري نیولي دي، چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.

دغو چارواکو ویلي، چې یادو سرتېرو د مسکو لپاره جګړه کوله.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي"زموږ عسکرو د کرسک په سیمه کې د شمالي کوریا سرتېري ونیول. دا دوه سرتېري ټپيان شوي او کییف ته راوړل شوي او د امنیتي چارواکو سره خبرې کوي. "
د اوکراین استخباراتو ویلي، چې دواړه نیول شوي تجربه لرونکي سرتېري دي، چې یوه یې ادعا کړې چې د جګړې لپاره نه، بلکې روسیې ته د روزنې لپاره لېږل شوی وو.
د دغو دوو کسانو په اړه یوه ویډیو چې په روغتون کې ثبت شوې هم خپره شوې، خو اوکراین هېڅ داسې شواهد نه دي وړاندې کړي، چې وښيي دغه کسان د شمالي کوریا دي.
دا لومړی ځل نه دی چې کییف د کرسک د یرغل پر مهال د شمالي کوریا د پوځیانو د نیولو ادعا کوي، تر دې وړاندې د ډسمبر په میاشت کې هم چارواکو ویلي وو، چې په جګړه کې یې د شمالي کوریا سرتېري نیولي وو، خو د ټپونو له امله مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو