د لاس انجلس د روانو اورونو په اړه رپوټونه وايي چې سانتا انا بادونه، چې په ساعت کې۷۰مایله چټک دي، اورونه لا نور هم ژبغړاندي کولای شي.
تر اوسه د اورونو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي، له ۱۲ زرو زیاتې ودانۍ سوځېدلې او له ۹۲ زرو ډېر کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اور وژنې هڅې روانې دي، خو د باد شدت د اورونو د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
چارواکي وايي چې د لاس انجلس او وینټورا سیمې د شدید اور تر ګواښ لاندې دي او دلته د اوروژنې او کنټرول په موخه د اور وژونکو ۸,۵۰۰ غړي ځای پر ځای شوي دي.
د پالیسډز اور ۲۳,۷۱۳ جریبه (۹۶ کیلومتر مربع) سیمې سوځولې او ۱۴ سلنه یې تر کنټرول لاندې راوستل شوې.
د ایټن اور، چې د سان ګابریل غرونو په لمنو کې رامنځته شوی، ۱۴,۱۱۷ جریبه (۵۷ کیلومتر مربع) ځمکې سوځولې او ۳۳ سلنه یې کنټرول شوی. درې نور اورونه په وروستیو ورځو کې بشپړ کنټرول شوي دي.
د اور له امله ټولې سیمې په کنډوالو بدلې شوې دي. اور د خوراکي توکو پلورنځي، د تیلو پمپونه او موټر هم سوځولي او خلک یې وېرولي دي.
چارواکو ویلي چې د دې اورونو له امله د مړو شمېر نور هم زیاتېدای شي، ځکه په سوځېدلو سیمو کې د مړیو موندلو لټون روان دی.
په ورته وخت کې، په کلیفورنیا کې د اورونو له امله د بیمې شرکتونه له بې مخینې زیانونو سره مخ دي. د اورونو په تړاو لس کسان نیول شوي، چې یو یې په لاسي اوراچونې تورن دی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن د کلیفورنیا لپاره اضافي مرستې اعلان کړې دي، خو د کانګرس ځینې جمهوري غوښتونکي د دې مرستو لپاره شرایط ایښودل غواړي. د دې ترڅنګ د جي پي مورګن او امریکا بانک په څېر لوی بانکونه د اغېزمنو کورنیو لپاره د پورونو شرایط نرموي او منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د راتلونکې اونۍ په پیل کې اورځپلیو سیمو ته سفر وکړي.
د لاس انجلس د اوبو او بریښنا څانګه له دې امله تر نیوکو لاندې ده، چې د اور د لومړیو پړاوونو پر مهال یې د اوروژنې لپاره اړینې اوبه نه وې برابرې کړې.
د کلیفورنیا والي ګاوین نیوزوم ویلي چې دا اورونه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی طبیعي ناورین کېدای شي.