پر غزې د اسراییلي پوځیانو په تازه بریدونو کې شاوخوا ۴۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د غزې په شمال کې د اسراییل د کلابندۍ په سلو ورځو کې شاوخوا پنځه زره فلسطینیان وژل شوي او نهه نیم زره نور ټپیان دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۴۶ زره او ۵۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱۹۷۳۱ تنه نور بیا ټپیان دي.
له بل پلوه په غزه کې د حماس په برید کې ۵ تنه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.
د اسراییل د پوځ لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوشنبې په سهار د غزې په شمال کې په دغه برید کې ۱۰ تنه اسراییلي پوځیان ټپیان شوي هم دي، چې د ۸ تنو روغتیايي حالت نازک دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه له ۸۵۰ ډېر اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.
له بل پلوه د فلسطین د مسلې د حل لپاره به لسګونه هېوادونه خپل استازي د چهارشنبې په ورځ یوې غونډه کې د ګډون لپاره ناروې ته واستوي.
په دې غونډه کې به له ۸۰ ډېرو هېوادونو او بنسټونو استازي ګډون وکړي.