د نایجریا په شمال ختیځ بورنو ایالت کې د وسلهوالو ډلو په برید کې لږ تر لږه ۴۰ بزګران وژل شوي دي.
د بورنو ایالت والي د دوشنبې په ورځ وویل، داسې انګېرنې شته چې دغه برید د بوکو حرام ډلې او د لویدیځې افریقا لپاره د داعش سره د تړلې ډلې جنګیالیو ترسره کړی دی.
د هغه په وینا، د یکشنبې په ورځ ناوخته دغو جنګیالیو په ډومبا سیمه کې بزګران سره راټول کړل او پرې ډزې یې وکړې.
هغه زیاته کړې: «لومړني راپورونه ښیي، چې شاوخوا ۴۰ بزګران په دغې پېښه کې وژل شوي دي.»
هغه وړاندې ویلي، ټولو امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې په سیمه کې د مخالفو وسلهوالو د لمنځه وړلو لپاره خپل عملیات لا ګړندي کړي.
نوموړي د وسلهوالو ځواکونو لهخوا د دغې پېښې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.
له بل پلوه تېره ورځ د نایجریا پوځ په تېروتنې سره د زمفارا په ایالت کې ۱۶ کسان وژلي دي.
د نایجریا پوځ وایي، چې پر دغو کسانو یې د غلو ګومان کړی و.
خو په نایجریا کې بیا د بشري حقونو د بښنې نړۍوال سازمان د وژل شویو کسانو شمېره ۲۰ تنه ښودلې ده.