د امریکا ولسمشر جو بایډن د (مرغومې ۲۴مه) د هغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو څخه دفاع وکړه او دا یې د خپل بهرني سیاست تاریخي بریا وبلله.
هغه زیاته کړه چې له دې سره یې خپل راتلونکې ځاي ناستي ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جګړه په میراث نه ده پرېښې.
جوبایډن ویلي چې د خپلو ځواکونو را اېستل یې یوه مهمه پرېکړه وه او تاریخ به ثابته کړي چې دا یو غوره ګام و.
د هغه په باور د واکمنۍ په لومړیو کې یې هېڅ داسې دلیل ونه موند چې په افغانستان کې دې د امریکا زرګونه پوځیان پاتې شي او له همدې امله یې د ځواکونو د را اېستلو پرېکړه وکړه.
د بایډن په وینا؛ د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو چې له دې سره یې د جګړې اصلي موخه لاسته راوړه.
د امریکا ولسمشر په دغه وینا کې یادونه کړې چې په ده نیوکې وې که د افغانستان جګړه پای ته ورسوي؛ نو د امریکا متحدان به له ګواښ سره مخ شي او په یاد هېواد کې به د ترهګرو پناه ځایونه جوړ شي، مګر داسې هېڅ ونه شول.
هغه د امریکا او خپلو متحدینو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او له افغانستانه د اټکل کیدونکو ترهګریزو ګواښونو پر نه زیاتیدو تینګار وکړ.
د جو بایډن په خبره، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په اېستلو سره یې خپلې مالي سرچینې سپما کړي او یو شمېر نورو ارزښتمنو مسایلو ته یې پام واړوه.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړ پوړي چارواکي نیوکه کوي چې جوبایډن په نا مسوولانه توګه امریکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه اېستلي او طالبانو ته یې لاره اواره کړه چې یو منختب حکومت وپرځوي.
د امریکا پر دغه ولسمشر نیوکې دي چې د طالبانو سره یې پټې نغدي مرستې کړي چې له امله یې د طالبانو جوړښتونه پیاوړي شوي او د دغو پیسو یوه برخه د ترهګرو لاس ته لوېدلي ده.
د روان زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه به د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره په داسې حال کې سپینې ماڼۍ ته ننوځي چې ګواښ یې کړی پر طالبانو به د امریکا نغدي کڅوړې بندې کړي.