ځنګلي اورونه چې پنځه ورځې وړاندې په لاس انجلس کې ولګېدل تر اوسه یې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه کړي او ۱۳ نور لادرکه دي.
د امریکا دغه لوېدیځ ښار له تېرې سې شنبه راهیسې اورلګېدنې محاصره کړی او د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په داسې حال کې چې د سې شنبه تر ورځې پورې د قربانیانو شمېر ۱۱ تنه اعلان شوی و، خو دا شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شو.
د ژغورونکو ډلو له خوا د لادرکه شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي او د دې ترڅنګ چارواکي بیا وایي، چې د مړو شمېره کیدای شي لوړ شي.
د زرګونو اور وژونکو له هڅو سره - سره، اور د شنبې په ورځ د لاس انجلس شمال لوېدیځ ته خپور شوی او اوس اور د دې ګڼ مېشتې درې ډېرې سیمې او همدارنګه ارزښتناک ځایونه له ګواښ سره مخ کړي دي.