د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په غزه کې اوربند یې تاریخي بری دی او دا په منځني ختیځ کې د سولې پر لور لومړی ګام دی.
هغه وایي، حکومت به یې پرېنږدي، چې په غزه کې شوې کې پېښې بیا تکرار شي.
ورته مهال جو بایډن بیا ویلي، چې د تړون په لومړي پړاو کې به د غزې څخه د راتلونکو خوشې کېدونکو بندیانو په ډله کې لږ تر لږه دوه امریکایي وګړي هم شامل وي.
هغه وویل: «له دومره کړاو، ویجاړۍ او وینې تویېدنې وروسته نن په غزه کې ډز بندي شوې ده.»
بایډن دارنګه د غزې د اوربند مذاکرات تر ټولو هغو مذاکراتو سخت بللي دي، چې په خپله په کې ښکېل و.
له بل پلوه حماس د اوربند د هوکړې له مخې، د یکشنبې په ورځ لومړی ۳ اسراییلي بندیان سره صلیب ته وسپارل.
وروسته بیا اسراييل هم د اوربند د هوکړې له مخې، له بېلابېلو زندانونو څخه د ۶۹ ښځو او ۲۱ ماشومانو په ګډون د ۹۰ فلسطيني بنديان خوشې کړل.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د غزې په تړانګه کې د اسراییل په ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې د زرګونو ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۷ زره او ۸۹۹ تنه فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۱۰ زره او ۷۰۰ ډېر فلسطینیان ټپیان او په زرګونو نور لادرکه دي.
له اوربند وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف ویاندې روزالیا بولن بیا ویلي، چې په غزه کې د بشري مرستو د چمتو کولو له پلوه راتلونکې ننګونې "ډېرې" دي.