د طالبانو واکمني او د غربت څپې؛ لوګر کې یو کس د خپلو اولادونو د لوږې له کبله پښتورګی پلوري

۴ ورځې مخکې

افغانستان انټرنشل ته په یوې رسیدلې ویډیو کې ښکاري چې د پکتیا - لوګر پر لویې لارې د کونجک سیمه کې یو تن پر سپینه پاڼه لیکلي چې «له ډېرې مجبورۍ خپل پښتورګی پلوري.»

هغه په ژړغوني غږ خپلې خبرې غځوي او په هېواد کې له روانې بې روزګارۍ سر ټکوي.

د یوه موټر چلوونکي د پوښتنې په ځواب کې دغه کس چې نوم یې نه دی ښودلی وايي، تازه له پاکستانه هېواد ته راکډه شوی او د بې روزګارۍ له امله یې اوس په کور کې هېڅ ډول خوراکي توکي نه شته نو په خبره یې، مجبور دی چې خپل پښتورګی وپلوري.

د پښتورګي د دغه پلورونکي کس په وینا؛ دوه ودونه یې کړي پنځه اولادونه لري چې اوس له سختې لوږې سره مخ دي او د ژمي په دې سړه هوا کې مناسبه سرپناه هم نه لري.

دغه غربت وهلي کس ویلي چې په کور کې یې د خوراکي توکو د نشت او لوږې له امله ماشومان ورته ژاړي ؛خو دی توان نه لري‌ چې روزګار پسې ګاونډیو هېوادونو ته مساپر شي.

د طالبانو په واکمنۍ کې پر هېواد د غربت خورا بده څپه راغلې چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک مجبور شوي چې د بدن غړي وپلوري او یا هم د خپلو اولادونو پلور ته مخه کړي.

د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سره هم مهاله یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو په هېواد کې خپل دفترونه وتړل او له دې سره د بشري مرستو کچه خورا راکمه شوه.

په روان کال کې یوې بلې کورنۍ په ننګرهار د غربت له امله خپلې دوه لوڼې پلور ته وړاندې کړې وې او ویلي یې و، چې مرستندویه ادارو ته له ورتګ سره سره هم ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

بل لوری نړۍوال مرستندویه سازمانونه هم په افغانستان کې د سختې لوږې او بشري کړکېچ څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له هېوادونو غوښتي چې په دې کړکېچ وضعیت کې د افغانانو لاسنېوی وکړي.

نور خبرونه

رادیو