په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) مشرې په کابل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان لا هم د اقلیمي بدلون پر وړاندې زیانمن دی.
روزا اوتنبایوا ژمنه وکړه چې له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې لپاره به اقلیمي مالي چارې تعقيب کړي.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په دې غونډه کې وویل، چې هڅه کوي د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په ۳۰م کنفرانس کې د افغانانو د غږونو د اورېدو لپاره انتخابونه ولټوي.
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د چار شنبې به ورځ په کابل کې د «اقلیمي بدلون ملي کنفرانس» په نوم یوه غونډه وکړه چې د اقلیمي بدلون د ۲۹م نړیوال کنفرانس پایلې او اغیزې وڅیړي.
په غونډه کې د طالبانو چارواکو د اقلیم د بدلون له امله له رامنځته شویو ننګونو سره د مقابلې لپاره د دوی پر ضد د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل، د امریکا له خوا د «بمونو مور» او کیمیاوي وسلو کارولو د افغانستان اقلیم ته درانده زیانونه اړولي دي.
ستانکزي زیاته کړې: «د پخواني شوروي اشغال پر مهال د جګړو له امله د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي.»
افغانستان د اقليمي بدلون په برخه کې د زيانمنو هېوادونو له ډلې دی.
ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۳۰م کنفرانس د ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۱۰مې څخه تر ۲۱مې پورې په برازیل کې ترسره شي.