د کوټې سوداګرو له طالبانو غوښتي چې پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې جوړې کړي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۲

د کوټې سوداګرو له طالبانو غوښتي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې دې پر ډیورنډ کرښه پنخه نوې لارې پرانیزي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د (مرغومې ۲۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی سفیر د کوټې د بلوچستان ایالت د کوټې د سوداګرو او صنایعو خونې له غړو سره ناسته کړې ده.
په دې ناسته کې د کوټې سوداګرو او صنایعو خونې مشر ایوب مریاڼي له طالب سفیره غوښتي چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې دې د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د ډیورنډ پر کرښه پنځه نوې لارې پرانېزي.
همدا راز نوموړي غوښتنه کړې چې د بادیني‌ لار چې د تېر جمهوري نظام له لوري تړل شوې وه باید ژر تر ژره بېرته پرانېستل شي.
د کوټې د سواګرۍ او صنایعو خونو د استازو په خبره، نوې پرانېستل کیدونکې لارې به له د دوی سره د سوداګرۍ په وده کې ځانګړی باب پرانیزي او د کرښې دواړو لوریو اوسیدونکو ته به هم اسانتیاوې برابرې کړي.
خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د دغو غوښتنو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دوی هېڅ ډول ستونزه نه لري؛ خو د پاکستان حکومت سره باید د نويو لارو د پرانېستل کیدو په تړاو خبرې وشي.
هغه ویلي چې د نویو لارو د پرانېستل کیدو لپاره مهمه ده چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره لازمې همکارۍ وکړي.
که څه هم طالبانو او‌ پاکستان په وار، وار د سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی، خو په دې وروستیو کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړو او سیاسي ناندریو د کرښې دواړو غاړو ته سوداګري هم زیانمنه کړې ده.
بل لوري په چمن کې سوداګرو او وړو کاروباریانو له نږدې یوه کال راهیسې پر ډیورنډ کرښه د چمن له لارې د تګ راتګ اړوند د ویزې کارولو د محدودیتونو له کبله په ځلونه اعتراضیه غونډې، پرلتونه او لاریونونه کړي. دوی د پاکستان حکومت او طالبانو ته ګوتې نیولي چې په لوی لاس یې پر چمن د عامو وګړو تګ راتګ او سوداګري زیانمنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو