د امریکا د لاس انجلس ټایمز د خبر له مخې، د کالفرونیا ایالت په لاس انجلس کې د اورلګیدنې له کبله لس کسان مړه او تر ۹ زرو زيات کورونه، سوداګريز مرکزونه او ودانۍ ویجاړې او زيانمنې شوې دي.
لاس انجلس ټايمز لیکلي، چې له سيمې ۱۳۰ زرو کسانو ته د وتلو امر شوی.
رویټرز خبري اژانس بېګاه راپور ورکړ، چې د لاس انجلس په څنډه پیسفیک پلاسيډاس کې ځنګلونو اور اخیستی او په زرګونو جریبه خپور شوی دی.
لاس انجلس ټایمز د جمعې په ورځ په دې اړوند په خپل وروستي راپور کې د کارپوهانو له قوله لیکلي، چې دا اور له خطر ډک او د امریکا په تاريخ تر ټولو لوی ناورین له ځان سره لري.
د لاس انجلس والي تېره ورځ په سیمه کې بېړنی حالت ترهغه وروسته اعلان کړ، چې دغه اور د سې شنبه په شپه ناوخته پیل او د چهارشنبې تر سهاره لا کابو نه شو.
د امریکا د برېښنا ادارې د معلوماتو له مخې، د سې شنبې ناوخته په لاس انجلس کې له ۲۲۰ زرو ډېر کورونه او سوداګريزو مرکزونو برېښنا نه لرله.