د امریکا د کالفرونیا په لاس انجلس کې ځنګلونو اور اخیستی او په زرګونو جریبه خپور شوی دی.
د دغې اورلګېدنې له امله تر ۱۰۰ زرو ډېر خلک له سیمې څخه تخلیه شوي دي او دوه کسان یې له امله مړه شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د کالفورنیا ایالت د لاس انجلس په څنډه پیسفیک پلاسیډاس کې اور لګېدنه دوام لري، چې د زورور باد له امله له لس جریبه څخه ډېرې ځمکو کې اور لګېدنه خپره شوې ده.
د لاس انجلس والي په سیمه کې بېړنۍ حالت ترهغه وروسته اعلان کړ، چې دغه اور لګېدنه د سې شنبه په شپه ناوخته پیل او د چهارشنبې تر سهاره نه و کابو شوی.
چارواکو ویلي، چې د سانتا مونیکا او مالیبو د ساحلي ښارونو ترمنځ د پاسیفیک پالیسډز په لوړه سیمه کې بې شمېره ودانۍ ویجاړې شوې او نږدې ۳ زره جریبه ځمکه سوځېدلې ده.
په دې سیمه کې د فلم او موسیقۍ ستورو کورونه هم دي.
د راپور له مخې، د اور له ګړندي خپرېدو وروسته په لاس انجلس ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی او له ۱۰۰ زرو زیاتو کسانو ته د خپلو کورونو د پرېښودو لارښوونه شوې ده.
د امریکا د برېښنا ادارې د معلوماتو له مخې، د سې شنبه ماسښتن په لاس انجلس کې له ۲۲۰ زرو څخه ډېر کورونه او تجارتونو برېښنا نه لرله.