په سوېلي سوډان کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي

۲ ورځې مخکې

د سوېلي سوډان د یونیټي سټیټ په سیمه کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله ۲۰ کسان ووژل شول.

یاد شمېر کسان د تېلو کاریګر و او د چهارشنبې په ورځ د تېلو د ساحې له هوایي ډګر څخه د الوتنې پر مهال د الوتکې د غورځېده له امله ووژل شول.
رویترز د سوډان د معلوماتو د وزیر ګاتویچ بپال له قوله راپور ورکړی، چې دغه الوتکه پلازمېنې جوبا ته روانه وه او مسافر د ګریټر پایونیر (جي پي او سي) عملیاتي شرکت کاریګر وو.
نوموړي ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې دوه چینايي او یو هندي وګړي هم شامل دي.
بپال ویلي، چې په دغه پېښه کې یوازې یو کس ژوندی پاتې شوی دی.
همدارنګه د سوډان ولسمشر سلوا کییر ویلي، چې په وژل شویو کې انجینیران او تخنیکي کارمندان هم شامل دي او د پېښې د لامل د معلومولو لپاره یې د بشپړې او چټکې پلټنې ژمنه کړې ده.
په سوېلي سوډان کې دا د الوتکې غورځېدو لومړۍ پېښه نه ده، د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کې هم د یوې کوچنۍ الوتکې د غوځېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول او له دې پېښي وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې هم لسګونه کسان د جوبا له هوايي ډګر څخه د یوې مسافر وړونکې الوتکې له الوتنې وروسته لوېدو په پېښه کې ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو