د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف په کورمه کې د درملو د کموالي له امله د ۱۰۰ ماشومانو د مړینې خبرونه دروغ بللي دي.
تر دې وړاندې د کورمې یوه ځايي چارواکي اغا مزمل ويلي و، چې د لارو بندېدو له امله له ۱۰۰ زيات ماشومان مړه شوي.
د پاکستان جیونیوز ټلویزیون د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف له قوله راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې ښاغلي سیف په خپل یوه بیان کې څرګنده کړه، چې هره ورځ ټول اړین درمل سیمې ته لېږدول کیږي او اوس د پخوا پرتله حالت تر کنټرول لاندې دی.
کورمه کې ځايي خبریالان وايي، چې کوهاټ کې د کورمې د وضعیت د سمولو لپاره ځنډول شوې جرګه نن بیرته په خپل کار پیل کوي.
له ۸۰ ورځو راهیسې د کورمې او پېښور تر منځ غځېدلې لویه لاره د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې او اوس د صوبايي حکومت له لوري اړینې چارې د هوايي امبولانس (هیلېکوپتر) پر مټ ترسره کیږي.
پاړه چنار کې د سړکونو د بندولو پر ضد له یوې اوونۍ راهیسې د خلکو اعتراضي پرلت روان دی.
د کورمې ولسوال جاويدالله محسود وايي، روغتونونو ته د درملو رسولو او پېښور ته د ناروغانو د رسولو لپاره د هيلېکوپتر خدمتونه روان دي او د حالاتو تر سمېدو به اړینې چارې د هوا له لارې ترسره کیږي.