د پاکستان لومړی وزیر د دغه هېواد اټومي پروګرام په هکله د واشنګټن اندېښنو ته ځواب کې وايي، دا پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دى او پرې هيڅ جوړجاړي به و نه کړي.
شهباز شریف وايي ٢٤٠ ميليونه پاکستاني په دې یوه خوله دي، چې اټومي پروګرام یې د ځاني دفاع لپاره دی او د هيچا پر ضد نه دی.
د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، نوموړي نن سې شنبې «د مرغومي ۴مه» په اسلام اباد کې د مرکزي کابينې غونډې ته په وينا کې، دامريکا له خوا په نيشنل ډيفنس کمپليکس او نورو ادارو دبنديزونو لګول اندېښنه وښودله.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینز د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه وویل، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی او دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.
نوموړي ویلي و ، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.
د متحده ایالاتو دغه لوړپوړي چارواکي د پاکستان پر توغندیز پروګرام د نویو بندیزونو په اړه وویل چې د اسلام اباد چلند د دغه هېواد د بالسټیک توغندیو د پروګرام د اهدافو په اړه پوښتنې پیدا کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون دغه بندیزونو ته په ځواب کې وویل چې د توغندیو د جوړولو هدف د پاکستان دفاع ده.
ممتاز زهرا بلوڅ زیاته کړې، له امريكا سره داسې اړيكې نه غواړي چې يو جنګي حالت رامنځته شي او توغندیو ته اړتیا پېښه شي.
هغه وایي، چې هند په سیمه کې د توغندیو د سیستم او اتومي ټکنالوژۍ سیالي پیل کړې، ستر قدرتونه باید د هند پر ضد ګامونه پورته کړي.
اغلې بلوڅ وایي:«د پاکستان د امنيت پرېکړه به د پاکستان ولس کوي. په تېرو وختونو کې هم په پاکستان يو شمېر بنديزونه لګول شوي وو؛ خو هغه مهال هم یوازې یې پر خپل امنیت غور کړی و.»
امریکا تېره اونۍ د پاکستان پر څلورو بنسټونو د لرې واټن وېشتونکو بالستيک توغنديو د توليد په تړاو بنديزونه ولګول.
د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار ویلي، پاکستان داسې توغندي جوړوي چې د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر اهداف په نښه کولای شي