د پاړه چنارـ پېښور ترمنځ د لارې بندیدو له امله پېښور ته د ناروغانو او نورو کسانو د انتقال په موخه هوايي الوتنې پیل شوې.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتخوا له کورمې ولسوالۍ څخه د هوايي امبولانس په لومړۍ الوتنه کې ۱۴ ناروغان پېښور ته انتقال شول.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور په لار ښوونه له کورمې څخه پېښور ته د ناروغانو او او نورو وګړو د انتقال لپاره د هوايي امبولانس او چورلکو الوتنې پیل شوې.
تېره ورځ د دغو الوتکو په دوو الوتنو کې له کورمې ولسوالۍ څخه پېښور ته د ۱۴ ناروغانو په ګډون ۵۳ تنه لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، نن یک شنبه هم په لومړۍ الوتنه کې د جرګې غړو او دولتي چارواکو په ګډون ۱۶ تنه پاړه چنار ته انتقال شوي او په دویمه الوتنه کې له پاړه چنار څخه ۲۷ تنه ټل ته انتقال شوي دي.
د پاکستان د اې ار وای ټلویزیون د راپور له مخې، نن ورځ به د هوا له لارې ټولټال له سلو څخه ډیر کسان انتقال شي او تر سبا به په ۷ الوتنو کې کورمې ته د ۶۰ میلیونه رپیو په ارزښت درمل ورسول شي.
د خیبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین کنډا پور وايي، چې ایالتي حکومت د کورمې ولسوالۍ د اوسیدونکو د ستونزو د حل او په دې ولسوالۍ کې د دایمي ټیکاو لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.
ایالتي حکومت داسې مهال له کورمې ولسوالۍ څخه پېښور ته د هوايي امبولانس او چورلکو الوتنو په وسیله د ناروغانو او نورو کسانو د انتقال چاري پیلوي، چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي، د پاړه چنارـ پېښور تر منځ عمومي لاره په دې ولسوالۍ کې د مذهبي شخړو له امله تړل شوې ده.
څو ورځې وړاندې په کورمه ولسوالۍ کې ډاکټرانو شکایت کړی و، چې د درملو د نشتوالي او لارو د بندښت له امله په دې ولسوالۍ کې نږدې شل کسان مړه شوي دي.