د پاکستان دفاع وزیر د غزنوي سلطنت سلطان، سلطان محمود غزنوي «غل او لوټماران» بللی دی.
هغه وويل، چې غزنوي د غله په څېر هند ته چې پاکستان یې هغه وخت برخه و، حمله کوله او له شتمنيو سره به بیرته راګرځېده.
د خواجه اصف دغو څرګندونو د افغانستان د پخوانيو چارواکو غوسه راپارولې ده.
خواجه اصف په یوې ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړه: "په پاکستان کې هغه د اتل په نوم معرفي شوی، مګر زه یې بریدګر ګڼم.»
د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، چې د محمود غزنوي د اتل په توګه معرفي کول سم نه دي، هغه دلته (هند) ته د غله په څېر راتلو او مالونه یې لوټ کول.
خواجه اصف د پاکستان له یوې سیاسي کورنۍ څخه یوه پېژندل شوې څېره ده.
د هغه څرګندونې د دغه هېواد د پالیسۍ خلاف دي، ځکه په پاکستاني درسي کتابونو کې محمود غزنوي د یوې مثبتې او اتلې څېرې په توګه معرفي شوی دی.
په همدې خاطر د دغه هېواد د لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي په ګډون یو شمېر پاکستاني وسلې د غزنوي په نوم یادېږي.
د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان توغندي تر ډېره د افغانستان د ولایتونو یا تاریخي شخصیتونو لکه ابدالي، غوري او غزنوي په نومونو، نومول شوي دي.
صالح وویل چې "دا ناسمې څرګندونې د هویت بحران، د تاریخي کموالي احساس او په پاکستان کې د تاریخي خلا څرګندونه کوي."
صالح زياته کړه، چې د پاکستان د دفاع وزير بايد له خپل توغنديز سيسټم څخه د غزنوي نوم لرې کړي او د افغانستان تاریخي او مالکیت حقوقو ته درناوى وکړي.
د افغانستان په تېر حکومت کې د خوست والي محمد حليم فدايي هم ويلي و، چې د خواجه اصف څرګندونې له تاريخ څخه د هغه ناپوهي ښيي.
هغه خواجه اصف ته وویل: «تاسو غله یاستی چې د ابدالي، غزنوي او غوري نومونه مو غلا کړي.»
محمود غزنوي (۱-۳--۹۷۱ م) د غزنويانو د سلطنت یو له مشهورو سلطانانو څخه دی او د اسلام او لرغوني افغانستان په تاریخ کې یو له مخکښو شخصیتونو څخه دی.
محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ پر مهال وتوانېد، چې د غزنویانو قلمرو د سیمې په یوه تر ټولو پیاوړې امپراتوري بدله کړي.
محمود غزنوي په هند کې د خپلو پراخو کمپاینونو له امله مشهور دی.
هغه هند ته د خپلو ۱۷ لشکر کشی په ترڅ کې د شمالي هند لویې سیمې فتح کړې.