د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې په يوه خپرونه کې د پاکستان د بالسټیک توغندي د ګواښ په اړه د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ادعا بې بنسټه وبلله.
ممتاز زهرا بلوڅ ويلي، اسلام اباد امریکا ته هيڅ بد نیت نه لري او په سيمه کې يې د واشنګټن د جګړې لپاره زياتې قربانۍ ور کړې دي.
مېرمن بلوڅ د شنبې په ورځ په (تینک ټانک) خپرونه کې د رسنيو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې هېواد يې له امریکا سره له ۱۹۵۴ کال راهیسې مثبتې او پراخې اړيکې لري.
هغې ویلي له اسنادو پرته د پاکستان د توغندويي پروګرام په هکله د امریکا دا ډول څرګندونې د ګټې پر ځای زيان لري.
د بلوڅ په خبره، د امریکا دغه ادعاوې د پاکستان سيالانو او دوښمنو ته پلمې په لاس ورکوي.
وياندې د خپلو پوځي وړتیاوو پراختیا د دغه هېواد حق ګڼلی او ټينګار يې کړی، چې د پاکستان ستراتيژيکې وړتياوې د خپل حاکميت د دفاع او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره دي.
هغې زياته کړې: « د پاکستان ستراتيژيک پروګرام د ګاونډي هېواد د یوه ښکاره ګواښ د مخنيوي او شنډولو لپاره دی او باید د کوم بل هېواد لپاره د خطر په توګه ونه ګڼل شي.»
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د وياندې په خبره، دوی تل له امریکا سره په سيمه کې د امنیت، ثبات او متوازن چلند په اړه خبرې اتري کړي او هڅه کوي د اسلام اباد او واشنګټن ترمنخ د همکارۍ اوږد او قوي تاريخ جوړ کړي.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ويلي، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی، چې دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.
فاینر د کارنګي بنسټ په ناسته کې ويلي وه: «که واضیح ووایم، دا زموږ لپاره ګرانه ده چې د پاکستان اقداماتو ته د متحده ایالاتو لپاره د یو مخ پر وړاندې ګواښ پرته بل لید ولرو.»