عمر ایوب: عمران خان د خبرو اترو لپاره کمېټه جوړه کړې، خو حکومت خبرو ته لېوالتیا نه لري

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۹

د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړی او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر عمر ايوب وایي، چې عمران خان د مذاکراتو لپاره کميټه جوړه کړې؛ خو داسې ښکاري چې حکومت مذاکراتو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د پېښور په سترې محکمه کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان د حکومت او تحريک انصاف تر منځ د خبرو اترو خبرونه خپرېږي؛ خو تر اوسه په دې اړه رسمي خبرې نه دي شوې.
په دې اړه د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناء الله ويلي، که تحریک انصاف د خبرو لپاره جدي وي؛ نو دوی ته دې په ډاګه کړي چې دوی له لومړي وزیره د خبرو اترو د پیلېدا غوښتنه وکړي.
هاخوا بیا د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت سلاکار محمد علي سیف خپل ګوند تحریک انصاف ته وړاندیز کړی، چې حکومت دې خبرو ته وهڅوي.
نوموړي د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د تحریک انصاف او حکومت تر منځ رسمي مذاکرات لا نه دي پیل شوي.
هغه وایي، چې ګوند ته يې څو ځلې مشوره ورکړې، چې د حکومت پر ځاى له اپوزیسیون سره خبرو ته چمتو شي.
خو روانه اونۍ بیا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي و، چې د تحريک انصاف ګوند مشران په یوه خبره نه دي ولاړ.
هغه ویلي و، تحریک انصاف ګوند یو لوری پر حکومت د سرغړونو تور پورې کوي او بیا د مذاکراتو وړاندیز کوي چې په داسې وضعیت کې هيڅ ډول مذاکرات پایله نه شي ورکولای.

نور خبرونه

رادیو