ایدهي هوایي امبولانس پاړه چنار ته د درملو رسولو په موخه هوایي خدمات پیل کړل

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۸

ایدهي هوایي امبولانس پاړه چنار ته د درملو رسولو او د ټپيانو او ناروغانو د لېود لپاره خدمات پیل کړي دي.

د ایدهي خیریه بنسټ مشر فیصل ایدي نن په پاړه چنار کې د بېنظیر بوټو په هوایي میدان کې رسنیو ته وویل: «په کورمې ولسوالۍ کې د ناامنیو پېښې او د خلکو ستونزې احساسوي او له دې امله یې هوایي امبولانس خدمات شروع کړل، چې ضروري درمل به کورمې او پېښور ته ولېږدوي».
فیصل زیاته کړه، چې نن یې امبولانس په دوه پروازونو کې د اړتیا وړ درمل کورمې ته انتقال کړي دي.
په کورمه ولسوالۍ کې له شاوخوا ۷۰ ورځو راهیسې د سختو نښتو له امله د لویو لارو په ګډون ټولې لارې تړل شوې دي.
په دې سیمه کې د قومونو ترمنځ نښتې د دې لامل شوي، چې د خلکو ژوند سخت شي، خوراکي توکي په سخته پيدا کېږي او د ژوند نورې اړتیا صفر سره برابرې دي.
د کورمې مرستیال کمیشنر جاوېد الله محسود رسنیو ته ویلي، چې په کوهاټ کې ځنډول شوې جرګې بیا هڅې شروع کړي، چې د خلکو پر وړاندې لویې لارې پرانیزي او رامنځته شوې شخړه پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو