په سوات کې د پولیسو په یوې پوستې د وسله وال برید له امله ۱ پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷

د خېبر پښتونخوا په سوات شانګله کې د ګانګر د پولیسو په یوې پوستې د وسله وال برید له امله یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، په یاده سیمه کې تر اوږدې مودې پورې نښتې روانې وې او اوسمهال روښانه نه ده، چې دغه وضعیت به کابو شوی وي او که نه.
ځایي خلکو رسنیو ته ویلي، چې د پولیسو د ژغورنې لپاره په سیمه کې اعلانونه شوي، خو حالات لا هم نازک دي.
په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو فعالیتونه د تېر په پرتله ډېر شوي او وخت ناوخته ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د خیبرپښتونخوا په کورمه کې مذهبي تاوتریخوالي روان دي.
د دغو پېښو له امله له ۶۸ ورځو راهیسې د لارو تړل کېدو په تازه پېښه کې درې ماشومانو په روغتونونو کې مړه شوي.
ویل کیږي، په رغتونونو کې هر ډول درمل خلاص شوي دي.
د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۴مه کورمه کې د لارو تړل کېدو له امله د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۰ ناروغان مړه شوي وو.
پاکستاني رسنۍ وايي، کورمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د لارو له تړل کېدو سره، هلته په روغتونونو کې درمل، خوراکي او سون توکي خلاص شوي او د ژوند په هره برخه کې یې خورا ډیرې ستونزې رامنځته کړې دي.
سیمه‌ییز خبریالان وايي، چې په دغې سیمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله دوو قبیلو یو د بل په وړاندې لارې او بازارونه تړلي او په سیمه کې د نورو اړینو توکو د کمي تر څنګ د درملو کمی هم رامنځته شوې.
له دې سره، تسنیم خبري اژانس دوه ورځې وړاندې راپور ورکړی و، چې داعش ډلې هم له خپلو پلویانو غوښتي، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې شیعه وګړي په نښه کړي.

نور خبرونه

رادیو