خواجه اصف: د تحریک انصاف له‌خوا په رامنځته شوي وضعیت کې خبرې اترې بې ګټې دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۶

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، چې د تحريک انصاف ګوند مشران په یوه خبره نه دي ولاړ.

هغه وايي، تحریک انصاف ګوند یو لوری پر حکومت د سرغړونو تور پورې کوي او بیا د مذاکراتو وړاندیز کوي چې په داسې وضعیت کې هيڅ ډول مذاکرات پایله نه ورکوي.

نوموړي جيونيوز سره په یوې مرکه کې ویلي، سياسي حالات نورمال دي. دلته بېلابېل ګوندونه دي، چې يو له بل څخه ګېلې لري.

هغه وړاندې وایي، ګوندونه خپلې موخې لري چې د ترلاسه کولو لپاره يې دغه ډول څرګندونې کوي.
د ښاغلي اصف په وینا: «زما په اند د پي ټي ای سره خبرې اترې نه دي پيل شوې، د پي ټي ای له‌خوا د خبرو اترو په اړه یوازې څرګندونې مخې ته راځي او پي ټي ای د دغو خبرو پخلى نه دى کړى، هغوی یوازې په خپلو کې بيانونه ورکوي.»
هغه زياته کړه، چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران ځيني بيانونه له زندانه راځي، د خويندو ځينې بيانونه یې له لاهوره راځي او د بشرا بي بي ځينې بيانونه له خيبر پښتونخوا راځي، د دوى په بيانونو کې همغږي نشته.
تر دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند اوسني مشر بيرسټر ګوهر د عمران خان په حوالې ویلي و، چې مذاکرات بايد وشي، سياسي ستونزې يوازې د سياسي ناستو له لارې حل کېږي.

نور خبرونه

رادیو