د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په کورمه کې د مذهبي تاوتریوخالي له امله له ۶۸ ورځو راهیسې د لارو تړل کېدو له امله په تازه پېښه کې درې ماشومانو په روغتونونو کې مړه شوي.
ویل کیږي، په رغتونونو کې هر ډول درمل خلاص شوي.
د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۴مه کورمه کې د لارو تړل کېدو له امله د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۰ ناروغان مړه شوي وو.
پاکستاني رسنۍ وايي، کورمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د لارو له تړل کېدو سره، هلته په روغتونونو کې درمل، خوراکي او سون توکي خلاص شوي او د ژوند په هره برخه کې یې خورا ډیرې ستونزې رامنځته کړې دي.
سیمهییز خبریالان وايي، چې په دغې سیمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله دوو قبیلو یو د بل په وړاندې لارې او بازارونه تړلي او په سیمه کې د نورو اړینو توکو د کمي تر څنګ د درملو کمی هم رامنځته شوې.
د جګړې او غچ اخیستنې له امله د سیمې ناروغان د پاکستان نورو سیمو ته هم نه لېږدول کیږي چې په لارو او یا بسترونو کې ساوې ورکوي.
د کورمې د دغې لانجې د حل په موخه په کوهاټ کې روانه لویه جرګه پرون بې پایلې پای ته رسیدلې وه.
د دغې جرګې غړیو له پاکستاني حکومت غوښتي چې، له ترې منګل څخه تر ټل پورې غځېدلې لارې بايد په خوندي ډول پرانیستل شي، چې له څه باندې دوو مياشتو راهيسې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
په کورمه کې د قبیلو تر منځ د مذهبي تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې جګړې په تېرو دوو میاشتو کې د سیمې خلک د خوړو، سون توکو، درملو او نورو اړینو توکو له زیات کموالي سره مخ کړي او د ژوند په ټولو برخو کې ستونزې ورته جوړې شوې دي.