ایمل ولي خان: د خېبرپښتونخوا نمايي برخه د پاکستاني حکومت له واکه وتلې ده

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۵

د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولې خان وايي، چې دا مهال د خېبرپښتونخوا نمايي برخه د پاکستان اوسني حکومت له واکه وتلې او د وسله والو لاسته لوېدلې ده.

هغه وايي، حکومت هم دغه ایالت ته ډېر پام نه اړوي.

له پاکستاني ټلویزیون جیونیوز سره په تازه مرکه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان ويلي، چې دا مهال په خیبرپښتونخوا کې د ترینګلي امنيتي وضعیت له امله د دغه ایالت نیمايي خاوره د پاکستان حکومت له واکه وتلې او لا هم په وتو ده.

هغه وايي، له هغې ورځې چې په افغانستان کې واک طالبانو ته ورکړل شوی، په خیبرپښتونخوا کې امنیتي حالات ورځ تر بلې بدل شوی او حکومتي واک له لاسه په وتو دی.

په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا امنیتي حالت تر پخوا ډېر ترینګلی شوی او له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د وسله والو جګړې تر پخوا څو برابرې زیاتې شوې دي.

ایمل ولي خان وايي، چې خیبرپښتونخوا په مستقیم ډول د افغانستان او سوریې له حالاتو اغېزمنه کیږي او وېره شته چې د دغه ایالت امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی شي.

هغه د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ چې د وسله والو په وړاندې کوټلي ګامونه نه اخلي او داسې وېره شته چې د خیبرپښتونخوا ایالت په بشپړ ډول د پاکستان له واکه ووځي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر هم د مولانا فضل الرحمان په څېر تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ په ۲۰۲۱ کال کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته شاوخوا ۴۰ زره وسله وال چې افغانستان ته د ورانکاریو لپاره استول شوي وو، بیرته پاکستان ته راستانه کړل او خیبرپښتونخوا کې یې مېشت کړل.

د پاکستان حکومت لا د ایمل ولي خان خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د داسې تورونو په اړه خاموشي کړې ده.

ایمل ولي خان وايي، د خیبرپښتونخوا په ډېریو سیمو کې پولیس له خپلو پوستو بهر نه شي راوتلی او هلته د وسله والو راج دی.

نور خبرونه

رادیو