پاکستاني رسنۍ وايي، کورمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د لارو له تړل کېدو سره د دوو میاشتو په موده کې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه ناروغان مړه شوي دي.
ویل کیږي، د لارو بندېدو او درملو د کموالي له امله دغه ناروغان مړه شوي.
پاکستاني رسنۍ او کورمه کې خبریالان وايي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت په کورمې ولسوالۍ کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د لارو د تړل کېدو له امله د دوو میاشتو په موده کې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۰ ناروغان مړه شوي.
سیمهییز خبریالان وايي، چې په دغې سیمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله دوو قبیلو یو د بل په وړاندې لارې او بازارونه تړلي او په سیمه کې د نورو اړینو توکو د کمي تر څنګ د درملو کمی هم رامنځته شوې.
د جګړې او غچ اخیستنې له امله د سیمې ناروغان د پاکستان نورو سیمو ته هم نه لېږدول کیږي چې په لارو او یا بسترونو کې ساوې ورکوي.
د کورمې د حالت په اړه په کوهاټ کې روانې لویې د امن جرګې په ډیرو ټکو اتفاق کړی دی. او په پام کې ده چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نن اعلان شي.
په کوهاټ کې د امن جرګې یو غړی حمید حسین وایي که حکومت غواړي چې دغه لانجه ژر غوڅه شي نو د لویو لارو د پرانیستو لپاره دې ژر تر ژره ګامونه پورته کړي.
هغه زياته کړه، چې له ترې منګل څخه تر ټل پورې غځېدلې لارې بايد په خوندي ډول پرانیستل شي، چې له دوو مياشتو راهيسې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
په کورمه کې د قبیلو تر منځ د مذهبي تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې جګړې په تېرو دوو میاشتو کې د سیمې خلک د خوړو، سون توکو، درملو او نورو اړینو توکو له زیات کموالي سره مخ کړي او د ژوند په ټولو برخو کې ستونزې ورته جوړې شوې دي.