د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ راهیسې په دوه زره ۸۰۰ استخباراتي عملیاتو کې یې ۳۴۱ مخالف وسله وال وژلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا رنګه ویلي چې په همدې موده کې یې د زینبیون، حافظ ګل بهادر، مجید لیوا، او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) سازمانونه نا قانونه اعلان کړي دي.
په خبرپاڼه کې دا رنګه زیاته شوې چې په همدغې موده کې یې شاوخوا ۸۰۰ کسان د ناقانونه کړنو په تور چې ۴۰۰ یې په پنجاب، ۲۰۳ تنه په خېبر پښتونخوا، ۱۷۳ یې په بلوچستان، ۲۱ تنه یې په سند او درې تنه یۍ د ګلګیت په بلتستان کې نیولي دي.
دا رنګه دغه وزارت وایي چې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د بندولو په تړاو یې ۳۵۰ مقدمې درج کړې چې له امله یې دوه زره ۴۶۶ کسان نیول شوي او له هغې ډلې ۵۲۶ تنه یې په سزا رسولي او له دغه اړخه ټول ټال له ۵۸۰ ملیونه ډېرې روپۍ د حکومت خزانې ته لیږدول شوې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت منلې چې په همدغې موده کې بیا ۱۵۶۶ وسله وال بریدونه شوي، چې ۹۴۸ یې په خیبر پښتونخوا، ۵۳۲ یې په بلوچستان، ۲۴ په سند، په پنجاب او اسلام اباد کې دوه، دوه پېښې شوېدي.
د خبرپاڼې په لیکنه په دغو پېښو کې بیا ټولټال ۹۲۴ تنه وژل شوي او دوه زره او ۱۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دغو خپرو شویو شمېرو کې ۵۷۳ تنه وژل شوي کسان امنیتي ځواکونه او ۳۵۱ تنه نور یې ولسي وګړي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نا امنه امنیتي چاپیریال له امله نړیوال ترهګریز سازمانونه پیاوړي شوي او د هغوی نفوذ له دغه هېواده بهر نورو هیوادونو ته هم پراخه شویدی.
خو افغان طالبانو تل د پاکستان دغه شان څرګندونې بې بنسټه بللي او دغه هېواد امنیتي ځواکونه یې د خپلو خلکو د امنیت په ټینګولو کې پاتې بللی دی.