په سوات کې د پولیسو یو مشر د وسله والو په برید کې وژل شوی او یو پولیس ژوبل دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۳

پاکستاني رسنیو د سوات پولیسو له قوله خبر ورکړی چې په مینګوره کې د پولیسو د حوزې مشر د وسله والو په برید کې وژل شوی او یو پولیس ژوبل دی.
په دغو ډزو کې یو وسله وال هم وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو د سوات پولیسو له قوله خبر ورکړی چې تېر ماښام د (لیندۍ ۲۲مه) په مینګوره کې د پولیسو د حوزې مشر د وسله والو په ډزو کې وژل شوی او یو پولیس ژوبل دی.
پولیسو ویلي چې په ځوابي ډزو کې یو وسله وال کس هم وژل شوی او بل هغه له سیمې پښې سپکې کړې دي.
‏سوات کې پولیس ویلي، چې دغه وسله وال د نشه‌يي توکو قاچاق وړونکي وو، او هغه مهال یې د پولیسو پر مشر ډزې کړې چې هغوی یې څار کاوه.
تر اوسه پورې نورو سرچینو دا نه دي ويلي، چې دغه وسله وال ریښتیا هم قاچاق وړونکي وو.
پولیس وايي، چې وژل شوی وسله وال د سوات د بنجوټ منګلور اوسېدونکی دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
سوات کې د پولیسو یو مشر داسې مهال د وسله والو په ډزو کې وژل کیږي، چې تحریک طالبان پاکستان ډلې د اکتوبر په ۱۱مه پولیسو او حکومتي کارکوونکو ته دوه میاشتې وخت ورکړی وو، چې خپلې دندې پرېږدي او نورو چارو ته دې مخه کړي چې دغه موده دوه ورځې وړاندې پوره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو