د تحریک طالبان پاکستان ډله (ټي ټي پي) وایي له هغه وخته دوه میاشتې واوښتې چې دوی له امنیتي ځواکونو غوښتي و چې خپلې دندې پرېږدي او نورو چارو ته دې مخه کړي.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسیدلې ویلي، چې له دې وروسته د دغې ډلې ټولو وسله والو ته سپارښتنه شوې چې له دې وروسته دې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نیولو او وژلو سرفه نه کوي او ان هغه سرتیري او افسران چې د رخصتیو تیرولو لپاره خپلو کورونو ته ځي هغوی دې هم ونیسي او د دغې ډلې د مشرتابه له سپارښتنې سره سم دې هغوی ووژني.
د خبر پاڼې په یوې بله برخه کې لیکل شوي، که د دغې ډلې د کوم وسله وال کس د کورنۍ غړي د حکومت له خوا نیول کیږي، دوی دې هڅه وکړي چې د حکومتي افسرانو د کورنۍ غړي برمته کړي، او که د دوی کورونه ویجاړیږي، دوی دې هم په بالمثله ځواب کې د هغوی کورونه په کنډوالو بدل کړي.
تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو د دغې خبرپاڼې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دوه میاشتې وړاندې ټي ټي پي د دغه خبرداري تر څنګ له ټولو امنیتي ځواکونو غوښتي و، چې خپلې دندې دې خوشې کړي، دا دی له هغه وخته دوه میاشتې تیرې شوې، خو دا چې وړاندې به څه کیږي، ښایي اوس ورته د ځواب موندنه ګرانه وي.