رواداري: د طالبانو په واکمنۍ کې مېرمنې د بنسټیزو حقونو په برخه کې له شاتګ سره مخامخې شوې

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۱

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان مېرمنې د خپلو بنسټیزو حقونو په برخه کې له ویجاړونکي سیستماتیک بدلون او شاتګ سره مخامخې شوې دي.

دغه بنسټ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په پار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې په چټکۍ سره د ښځو او نجونو د حقونو پر له منځه تلو اندېښنه څرګنده کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په زده‌کړو، کار کولو او ان عامه ځایونو ته پر تګ د بندیزونو لګول؛ له ټولنې څخه د ښځو د حذفولو لپاره د طالبانو د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو فرمانونه په سیستماتیک ډول په عام ژوند کې د مېرمنو ګډون او حضور له منځه وړي، د دوی ټولنیزو، تعلیمي او اقتصادي امکاناتو ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل کېږي او “جنسیتي اپارتايد” رامنځته کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بشري حقونو د مدافعينو وژنې، جبري تري تم کېدل او د تاوتریخوالي راپورونه د بحران کچه په ګوته کوي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې له سیاسي پروسو د افغان مېرمنو اېستل دوی ته د منلو نه دي.
دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له حکومتونو او سیمه‌ییزو سازمانونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي:« هر هغه سوله یا سیاسي حل چې افغان مېرمنې په کې شاملې نه وي نا مشروع دی. مېرمنې باید د دې بحران اړوند د پرېکړې کولو په پروسو کې له بشپړ ګډونه برخمنې شي.»
دغه بنسټ دارنګه له هېوادونو غوښتي، چې باید خپلې پولې د هغو کسانو لپاره پرانیزي چې له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخامخ دي.
دغه بنسټ وړاندې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ساتنې ملاتړ وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې د خبریالانو امنیت ټینګ کړي، د هغوی غږ دې اوچت کړي او په هېواد او بهر کې دې د افغانستان خپلواکې رسنۍ خوندي کړي.
دوی دا رنګه په نړۍوالو حکومتونو غږ کړی، چې د نړۍوال قانون له مخې جنسيتي اپارتايد د جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

نور خبرونه

رادیو