د ایران د سوداګريزو چارو سلاکار: د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري ۸۴ سلنه لوړه شوې

۷ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د ایران د سوداګريزو چارو سلاکار حسین روستايي وایي، چې تېر میلادي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې ۸۴ سلنه زياتوالی راغلی.

نوموړي ويلي، په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه درې میلیارده او ۱۹۷ میلیون ډالرو ته ورسېده.

په کابل کې د ایران د سوداګریزو چارو سلاکار حسین روستیايي له صدا او سیما خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د ایران او افغانستان په سوداګرۍ کې ۸۴ سلنه لوړوالی راغلی و.

نوموړي ویلي، چې تېر کال افغانستان له ایران نه درې میلیارده ۱۴۳میلیونه ډالره واردات کړي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یو میلیارد او ۷۱۴ ډالر و او په دې سره ۸۳ سلنه زياتوالي ښيي.

نوموړي له افغانستان نه ایران ته د صادراتو اړوند ويلي: «په ۲۰۲۴ کال کې ایران ته افغانستان د صاداراتو ارزښت ۵۴ میلیون ډالرو ته ورسېد، چې د تېر کال په پرتله ۱۱۶ سلنه زياتوالی ښيي».

حسین روستايي زیاتوي، چې افغانستان ته په صادارتو کې تېل، پټرول، ګازونه، نفتي مواد، هګۍ، سمنټ، المونیم ډبې، زراعتي او کرنيز توکي او یو شمېر نور مواد شامل وو.

هغه وايي، چې له افغانستان نه په وارداتو کې وربشې، جوار، کاني توکي، ډبرې، د اوسپنې محصولات، کرنيز توکي، پنبه، وچې مېوې، تخمونه، پسونه او نور بېلابيل توکي شامل وو.

د صدا او سیما اژانس د خبر له مخې، ایران وايي، افغانستان اوس مهال د ایراني صادارتي توکو لپاره پنځم لوی هېواد دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند هم ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې ایران د ګاونډيو او سیمې هېوادونو په منځ کې افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد و.

نور خبرونه

رادیو