د پښتنو قومي جرګه په کورمه کې د روانو مخالفتونو او ناامنیو د حل په موخه کورمې ته روانه شوه

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

په خیبر پښتونخوا کې ځايي خبریالان وايي، چې له پېښور څخه د پښتنو یوه قومي جرګه په کورمه کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو په موخه کورمې ولسوالۍ ته روانه شوه.

د خیبر پښتونخوا ځايي خبریالانو له لوري پر خواله رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې لیدل کېږي، یوه ډله پښتانه قومي مشران او سپین ږېري چې سپین بېرغونه ورسره دي له پېښور څخه د کورمې ولسوالۍ پر لور حرکت کوي.
د دغو قومي مشرانو له لوري پر لېږدېدونکو بېروغونو د امن کلمه هم لیکل شوې ده.
کورمې ولسوالۍ ته تلونکي قومي مشران وايي، “په کورمه کې خپلواک امن او قیام غواړو.”
د پښتون قومي جرګې یو غړی برکت اپرېدی وايي، کورمه کې د دوامداره امن ساتلو په موخه به دغه جرګه له دواړو غاړو سره خبرې وکړي او په کورمې ولسوالۍ کې د روان وضیعت د کابو کولو لپاره به د دوامداره حل لارو چارو لټه کوي.
نوموړی وايي، له یادې جرګې سره به د سویلي پښتونخوا، بونیر، ملکنډ او قبایلو مشران هم د لارې په اوږدو کې یو ځای شي.
او یو شمېر نور قومي مشران به د هنګو پاټک په سیمه کې هم له دغې ډلې سره یو ځای کېږي.
کورمه کې د ډېر پخوا راهیسې د شیعه او سوني مذهبو ترمنځ وسله‌والې شخړې رامنځته کېږي او دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله هم اوړي.
خو په وروستۍ پېښه کې د شیعه مذهبو پر موټریز کاروان د وسله‌وال برید په پایله کې ۵۲ تنه ووژل شول.
له یادې پېښې وروسته یوځل بیا په کورمې ولسوالۍ کې د شیعه مذهبو او سوني مذهبو ترمنځ نښتو زور واخیست.
د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې په کورمه کې د روانو نښتو په پایله کې تر دې مهاله ۱۳۳ تنه وژل شوي او له یاد شمېر څخه ډېر یې ټپیان شوي هم دي.
په کورمه کې د روان وضعیت د کابو کولو په موخه د خیبر پښتونخوا حکومت هم د یوې جرګې له لوري هڅې وکړې؛ خو تر اوسه حکومتي هڅو په پایله کې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

نور خبرونه

رادیو