د طالبانو د پوهنې وزیر خوست کې یوې غونډې ته ويلي چې په «مغرضو رسنیو» باور ونه کړي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، چې د دغې ډلې د پوهنې وزیر خوست ولایت کې د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې «موږ عصري علومو ته ډیر پام کوو خو مغرضې رسنۍ منفي تبلیغات راپسې کوي.»

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن سې شنبه د (لیندۍ شپږمه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرلو سره د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا له قوله ویلي، چې د «ځینو مغرضو رسنیو دا خبره چې ګنې اسلامي امارت عصري علومو ته پاملرنه نه کوي د ولس او دولت ترمنځ د واټن د زیاتولو په موخه د دوښمن تبليغات دي او خلک دې په دغو تبلیغاتو باور نه کوي.»
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځي او پوهنتوني زده‌کړو بندیزونه لګولي او په ټول هیواد کې یې د هلکانو د ښوونځيو درسي کیفیت هم ټيټ کړی او ټول پام یې دیني مدرسو ته اړولی دی.
شنونکي وايي، طالبانو په تېرو درېیو کلو کې له یوې خوا د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز لګولی، له بل پلوه یې په افغانستان کې زرګونه مدرسې جوړې کړې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت څه موده وړاندې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر ۲۱ زره او ۲۵۷ یاد کړی و.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، شاوخوا درې مېلیونه طالبان په دغو دیني مدرسو کې زده‌کړې کوي. د دې تر څنګ طالبانو په افغانستان کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ ښودلی.
کارپوهان وایي، طالبان په دغو مدرسو کې ماشومانو ته د بنسټ پالنې زده‌کړې ورکوي او د دوی فکر بدلوي، چې د دوی له نظره دغه کار د افغانستان د راتلونکي او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی.
پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی په رسنیو کې د وینا پر مهال یو څه وايي، خو په عمل کې هغه څه کوي چې د دوی مشر ملا هبت‌الله یې د ټولو نړۍوالو قوانیو خلاف د حکم په بڼه خپروي.

نور خبرونه

رادیو