طالبان: تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۲۰ زره ښځو ته د میراث، مهر او نور اساسي حقونه تامین شوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۶

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، په افغاني ټولنه کې د ”ناسمو دودونو، رواجونو او بې مانا غیرتونو“ د مخنیوي په موخه یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

ویاند سیف خیبر په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، په تېرو درې کلونو کې یې د ښځو د میراث، مهر او نورو اساسي حقونو په برخه کې د شاوخوا ۲۰ زره ښځو حقونه تامین کړي دي.
ښاغلی خیبر وايي، د روان کال په ورستیو شپږو میاشتو کې یې لس زره د ښځو د میراث، مهر او نورو حقونو اړوند پېښې ثبت او حل کړې دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، له دې جملې څخه یې د ۵۰۰۰ هغو نکاحوو مخنیوی کړی، چې ښځې د جبر او پيسو په بدل، د ښځو د ناخوښیو په اساس په زور واده کول او یا هم کم عمره نجونې سپین ږېرو ته د ودولو مخه نیولې ده.
نوموړی دغه ادعا پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو ډېر چارواکي او ان عادي غړي یې له یو څخه زیاتو ودونو ته زور ورکړی.
د دغه وزارت ویاند وايي، په ټولنه کې د ښځو سره د بد سلوک د مخنیوي، تر څنګ یې فزیکي او ذهني تشدد، د شرعي حقونو څخه محرومول او د ناسمو دودونو په اړه هم په ورستیو شپږو میاشتو کې ۱۰۰۰ پېښي ثبت او حل کړي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پر داسې حال کې د ښځو د حقونو د دفاع او د بشپړو حقونو د ورکولو ادعا کوي، چې خپله دغې ډلې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار کولو، له محرم پرته سفر کولو او ګنو نورو ټولنیزو حقونو څخه بې برخې کړې دي.
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ګامونه واخلي.
یوناما ویلي، چې طالبان باید د ښځو د حقونو او بنسټیزو ازادیو د کمزوري کولو سیستماتیک بهیر نور ودروي.

نور خبرونه

رادیو