د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو ویلي، چې د روسیې حکومت د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو د اېستلو بهیر وروستیو پړاوونه ته رسېدلی دی.
هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه پړاو به په لنډ وخت کې بشپړ شي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراختیا ومومي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو، د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي اور چوک، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
ښاغلي شویګو دارنکه ویلي، په افغانستان کې امن او ټیکاو د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
په دې لیدنه کې د دواړو غاړو تر منځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسلو په اړه هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.
له بل پلوه سراج الدین حقاني هم هیله څرګنده کړې، چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په بېلابېلو برخو کې لا پیاوړي کړي.
ښاغلي حقاني ویلي، افغانان اوس خپلواک دي او پر خپل سیاسي برخلیک واکمن شوي او خپلې پرېکړې په خپله کوي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د «اشغال» تر پای ته رسېدو وروسته جګړه ختمه شوې او د بې ثباتۍ ټول عوامل له منځه تللي دي.