په کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي نن د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د خدای پامانۍ ناسته کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو هم خبرې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل نن سې شنبه د (لیندۍ شپږمه) په ایکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د خدای پامانۍ ناسته کړې ده.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه هم خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر کاظمي قمي د هڅو او کار ستاینه وکړه.
حسن کاظمي قمي د ۱۴۰۰ کال له تلې میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي له دندې ګوښه او پر ځای یې علي رضا بیکدلي د افغانستان لپاره د ایران بهرنیو چارو وزارت د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی.
ایران هم د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې لري او طالبانو ته یې د افغانستان ډېپلوماټیک ماموریتونه هم سپارلي دي.