د ارغواني شنبو غورځنګ: د افغان مېرمنو د حقونو مسله یوازې ملي نه، بلکې یو نړۍوال ناورین دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۶

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، د یو زرو ۱۹۸ ورځو لپاره افغان مېرمنې د طالبانو په واکمنۍ کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ظلم سره مخامخې شوې؛ په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه یې په مخنیوي کې پاتې راغلې.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او د تګ راتګ د ازادۍ په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د پراخې غندنې او د ملاتړ له ژمنو سره سره نړۍوال د اقدام پرځای یوازې پر کلمو او اعلامیو پورې محدود پاتې شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې: «په افغانستان کې ښځې له یو تریخ حقیقت سره مخامخې دي. ښوونې او روزنې، کار او عامه ځایونو ته د دوی لاسرسی په کلکه محدود شوی او د لسیزو پرمختګونه یې له منځه وړل شوي. د اجباري ودونو، کورني تاوتریخوالي او د ناموسي وژنو راپورونه زیات شوي دي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلې او له افغانستان سره مرستې کمې شوې دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې ډیپلوماټیک فشار تر ډېره حده سمبولیک دی. د افغان ښځو بدمرغي یوازې یوه ملي مسله نه ده؛ بلکې دا یو نړۍوال ناورین هم دی، چې د چټک او پرېکنده اقدام پرته د دغه ناورین کابو کول ناشوني دي.
دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ډیپلوماتیکو چېنلونو او بندیزونو څخه کار واخلي او پر طالبانو فشار راوړي، چې خپل ظالمانه سیاستونه نور پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو