د حال وش خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لیندۍ په درېیمې او څلورمې نېټې د ایران د سیستان او بلوچستان په سراوان ښار کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو په دوو جلا پېښو کې درې تنه افغان کډوال ووژل شول.
د راپور له مخې، دغه کسان سراوان ته د ننوتو په حال کې وو چې پرې ډزې وشوې.
حال وش چې د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۵ مه) د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دغه ډزې د سراوان ښار د اسفندک په سرحدي سیمه کې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو په دوو جلا پېښو کې درې تنه افغان کډوال د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتو ځواکونو په ډزو سره وژل شوي.
د راپور له مخې، دغه کډوال چې سیمهییز قاچاق وړونکو یې ملتیا کوله، د سراوان ښار ته د تلو پر مهال د ايران د سرحدي ځواکونو لهخوا په ډزو وژل شوي.
ایراني چارواکو تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په تېره یوه میاشت کې پر افغان کډوال درېیم برید دی.
حال وش تېره میاشت لږ تر لږه دوه راپورونه خپاره کړل، چې ښيي افغان کډوال د ایران د سرحدي ساتونکو لهخوا وژل شوي دي.
دغه سازمان د یکشنبې د تلې میاشتې په ۲۲مه خبر ورکړ، چې د ایران سرحدي ځواکونو د کلکان سراوان په سیمه کې د هغو ۳۰۰ افغان کډوالو پر ډله چې غوښتل یې ایران ته داخل شي ډزې وکړې چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي وو.
د دغو راپورونو له خپرېدو دوه اوونۍ وروسته طالبانو هم پېښه تاييد کړه او اعلان يې وکړ، چې د ايران پر پوله د ډزو او ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان دي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
همدارنګه طالبانو ویلي و، چې د پېښې یو شمېر نور قربانیان په ایران او پاکستان کې دي او دا ډله هڅه کوي افغانستان ته یې انتقال کړي.
د ایران حکومت دغه راپور "بې اساسه" بللی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له لوري دا مسله په جدي توګه په پام کې نیولو له له امله "ناخوښه" دي.
حال وش د تلې په ۳۰مه یو ځل بیا خبر ورکړی و، چې د تلې د ۲۶ مې په ماښام لومړی د ماین چاودنې او وروسته د ایراني پوله ساتو ځواکونو لهخوا د ډزو له امله د ۱۵۰ تنو افغان کډوالو له ډلې څخه یو شمېر افغانان مړه، ژوبل او ورک شوي دي.