علي امین ګنډاپور وايي د عمران خان تر خوشې کېدو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي

۲ ساعتونه مخکې

د خيبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور ويلي، چې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان تر خوشې کېدو او د دغه ګوند د غوښتنو تر منلو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي.

په پام کې ده چې د تحریک انصاف ګوند پلویان په اسلام اباد کې اعتراضي لاریون پیل کړي.

هغه د پاکستان له ټلویزیون سره په خبرو كې ویلي دي چې د پي ټي ای د بنسټګر عمران خان له خوشې كېدو وروسته به له حكومت سره خبرې پيل کړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان نن یکشنبه (د نومبر ۲۴مه) له ټول پاکستانه راغونډ شوي او غواړي په اسلام اباد کې د دغه ګوند د مشر عمران د راخوشې کیدو په غرض اعتراضي لاریون وکړي.

ښاغلي ګنډاپور ویلي، چې دی به په هر حال کې د تحريک انصاف د مشر په خبرو عمل کوي: «زما اختيار د پي ټي ای د بنسټګر عمران سره دی، چې هغه كومه خبره كوي زه به هغه څه کوم، زه او د پي ټي ای ټول غړي او پلویان به په هر حال کې د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه رسوو.»

نوموړي ویلي، چې د عمران خان او نورو بندیانو تر خوشې کېدو او د دوی د غوښتنو تر منلو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي، او د تېر ځل په څېر د لارو بندېدو سربیره هم اسلام اباد ته ځي.

هغه وويل چې د دوی لاريون سوله ييز دى او حکومت د موټرو او لويو لارو په بندولو سره خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد پولیسو ویلي، چې قهرجن اعتراض کوونکي د امن او نظم د ګډوډولو او شخصي او حکومتي ودانیو ته د زيان رسولو پلان لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي و، چې تحریک انصاف ګوند ته یې د احتجاج او پرلت اجازه نه ده ورکړې او دوی به پرېنږدي چې دغه ښار ننوځي او لاریون وکړي.

نور خبرونه

رادیو