د اوکراین ولسمشر د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته خپلو لوېدیځو شریکانو ته وویل، چې دغه هېواد غوره هوایي دفاعي سیسټم ته اړتیا لري.
ولادیمیر زېلېنسکي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د اوکراین هوايي دفاعي سیسټم له ۷۳ ډرون الوتکو ۵۰ نسکورې کړې،خو ۲۳ نورې خپل هدف ته ورسیدې.
هغه وايي، چې لوېدیځ هېوادونه باید خپل تمرکز د دې هېواد د هوایي دفاعي سیسټم په پیاوړي کولو کې زیات کړي.
نوموړی زیاتوي، چې اوکراین له خپلو متحدینو سره په دې کار کوي ترڅو د روسیې د تېرې اونۍ د لرې واټن ویشتونکو توغنديز برید ځواب ورکړي.
د زېلېنسکي په خبره: "د نړۍ هیوادونه داسې هوايي دفاعي سیسټمونه لري، چې د دې ډول ګواښ پر وړاندې د دفاع وړتیا لري او دا هغه څه دي، چې موږ ټول د اوکراین لپاره باید پرې تمرکز وکړو."
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وایي، چې دغه هېواد یاد توغندي د لوېدیځو توغندیو د کارونې په ځواب کې پر اوکراین کارولی دی.
د یادولو ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ وویل، چې د تېر کال د جولای میاشتې راهیسې د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د اوکراین د بندرونو ۳۲۱ تاسیسات زیانمن کړي دي.
د راپورونو له مخې، روسیې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ په دنیپرو ښار یو برید کې د لویو وچو ترمنځ کاریدونکی بالسټیک توغندی کارولی دی او دا لومړی ځل دی، چې روسیه پر اوکراین دغه ډول توغندی کاروي.
روسیې تر هغه وروسته دا بریدونه وکړل، چې امریکا، برېتانیا او فرانسې اوکراین ته اجازه ورکړه، څو د روسیې پر خاوره د لوېدیځو هېوادونو له خوا ورکړل شوي لرې واټن ویشتونکي توغندي وکاروي.