حزب الله ډلې پر اسراییل ۲۵۰ توغندي وتوغول

۴ ساعتونه مخکې

د اوربند د هڅو په درشل کې د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ په اسراییل شاوخوا ۲۵۰ توغندي وتوغول.
دا چې په وروستیو میاشتو کې د یادې ډلې تر ټولو لوی برید بلل کېږي، اوه کسان په کې ټپيان شوي دي.

یو شمېر توغندي د اسراییل په مرکز تل ابیب لګېدلي دي.
یاد اوه کسان د تل ابیب په حیفا او بتاح ښارونو کې ټپيان شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې ۲۵۰ توغندي د دې هېواد پر خوا توغول شوي، چې ډېر شمېر یې د دفاعي سیسټم په واسطه له منځه تللي دي.
د راپورونو له مخې، په ټپيانو کې د یو ۶۰ کلن، یو ۲۳ کلن سړي او د یوې ۷۰ کلنې ښځې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
له دې سره، د فلسطین سرې میاشتې بیا په لوېدیځه غاړه کې د هغو دیارلسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ، چې ویل کېږي د اسراییل د دفاعيي سیسټم له خوا د حزب الله د راکټي بریدونو د شڼډولو پر مهال د یوغندي یوه برخه په تولکرم سیمه کې پر یو کور لګیدلې.
اسراییل د شنبې په ورځ له خبرداري پرته د لبنان مرکز بېروت ښار په نښه کړ.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت د راپورونو پر بنسټ، په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۷ کسان ټپیان دي.
له دې سره، د یکشنبې په ورځ هم د بېروت په سوېلي برخه کې برید وشو، چې د اسراییل د پوځ په خبره د حزب الله د قومندانۍ مرکزونه یې په نښه کړي دي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دغه هېواد کې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې څه باندې درې زره او ۷۰۰ کسان وژل شوي او کابو ۱،۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.
اخوا د دغو جګړو له پیل راهیسې بیا په اسراییل کې هم کابو ۹۰ پوځيان او ۵۰ ملکي کسان وژل شوي دي.
پر دې سربېره د اسراییل له شمالي برخو څخه لږ تر لږه ۶۰ زره اسراییلیان بې ځایه شوي هم دي.
که څه هم په دغو جګړو کې لبنان ښکېل نه دی، خو د دغو جګړو پر مهال شاوخوا ۴۰ لبناني ځواکونه هم وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو