د اذربایجان په باکو کې د ملګرو ملتونو د ۲۹مې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د نړۍ شتمن هېوادونه تر ۲۰۳۵ کاله پورې هر کال له بېوزلو هېوادونو سره د ۳۰۰ میلیارډو ډالرو مرسته کوي.
له دې هوکړې سربیره، د یادو مرستو ترلاسه کوونکي هېوادونه بیا په دې اندازه پیسو نیوکه کوي او دا پیسې کافي نه بولي.
دا هوکړه چې په باکو کې د دوه اونیز کنفرانس په وروستیو کې وشوه، موخه یې د نړۍوالو هڅونه ده، څو د ځمکې د تودوخې مخنيوی وشي.
یو شمېر هېوادونو د غونډې په څنډه کې دا پرېکړه وستایله، خو ځینو نورو بیا پرې سخته نیوکه وکړه.
د هند استازي د دې هوکړې په غبرګون وویل: «په خواشینۍ سره باید ووایم چې دا سند له توهم پرته بل څه نه دی.»
له دې سره، د اقلیمي بدلون په برخه کې د ملګرو ملتونو چارواکي سیمون اسټیل بیا د دې هوکړې هر کلی وکړ.
د نوموړي په خبره: «دا یوه ستونزمنه لاره وه، خو مونږ هوکړې ته ورسېدو. دا هوکړه به د زرګونو کسانو د ژوند د خوندیتوب لپاره اغېزمنه وي.»
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې پرمختللي هېوادونه هر کال لږ تر لږه یو تریلیون ډالرو ته اړتیا لري، څو د اقلیمي بدلون له پېښو سره د مبارزې لپاره چمتووالی ونیسي او یاده اندازه پیسې به تر ۲۰۳۵ کاله پورې هر کال ۱،۳ تریلیون ډالره زیاتېږي.
دغه هوکړه په داسې حال کېږي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ شپږم زیانمن او بېوزلی هېواد دی او طالبانو په وار - وار له نړۍوالو غوښتي، چې په دې برخه کې د دوی له حکومت سره همکاري وکړي.
طالب چارواکي وایي، چې د اقلیمي بدلون مسایل باید له سیاست څخه جلا وساتل شي او افغانستان اوسمهال په دې برخه کې د نړۍوالو جدي مرستو ته اړتیا لري.