د عربي متحده اماراتو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ماښام د یو یهودي مذهبي لارښود تسوي کوګان د وژنې د عاملانو د نیولو خبر ورکړ.
کوګان اسراییلي - مولداویایي وګړی و، خو د عربي متحده اماراتو د کورنیو چارو وزارت په بیانیه کې نوموړی یوازې د مولداوي وګړی بلل شوی دی.
اماراتو دا هم ویلي، چې کوګان په مولداوي پاسپورټ اماراتو تللی و او د نوموړي د وژنې له عاملانو څېړنې هم پیل شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسراییل د لومړي وزیر دفتر او د بهرنیو چارو وزارت په یوې ګډه اعلامیه کې خبر ورکړ، چې د یو یهودي مذهبي لارښود مړی د اماراتو چارواکو موندلی دی.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د کابینې د اونۍ د پیل په ناسته کې ویلي، چې د کوګان د ترور عاملین به خپلې سزا ته ورسېږي.
نوموړي د دې پېښې په تړاو د عربي متحده اماراتو د څېړنو او همکارۍ ستاینه وکړه.
اسراییلي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د کوګان مړی عمان ته نږدې د اماراتو په العین ښار کې موندل شوی دی.
د اسراییل رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې یو شمېر ازبکان د ایران له خوا ګومارل شوي و، ترڅو یاد یهودي مذهبي لارښود برمته کړي چې د نوموړي له برمته کولو وروسته بیا ترکیې ته تښتېدلي دي.
د نتنیاهو دفتر ویلي: "اسراییل ژمن دی چې عدالت ته د دغه جنایت د عاملانو د راوستلو لپاره له ټولو موجودو لارو کار واخلي."
کوګان، دوه ګونی تابعیت درلود؛ په متحده عربي اماراتو کې د یهودي خیریه غورځنګ "حباد" استازی او د ابوظبي اوسیدونکی و.
هغه د پنجشنبې په ورځ ورک شو او دوه ورځې وروسته یې مړی په متحده عربي اماراتو کې وموندل شو.