د متحده عربي اماراتو چارواکو او د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ، چې د یو یهودي مذهبه لارښود زوی کوګان مړی موندل شوی.
اسراییل دا پیښه د "یهودو ضد ترهګریز عمل" بللی او د عاملانو د تعقیب او محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
د یوه یهودي د ورکېدو له خبر دوه ورځې وروسته، د اسراييل د لومړي وزير دفتر او ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه ګډه اعلاميه کې اعلان وکړ، چې د زوي کوګان مړی په متحده عربي اماراتو کې موندل شوی دی.
د نتنیاهو دفتر ویلي، "اسراییل ژمن دی چې عدالت ته د دغه جنایت د عاملانو د راوستلو لپاره له ټولو موجودو لارو کار واخلي."
د اسراییل ولسمشر، اسحاق هرتزوګ، دا عمل "کرکه" او "له یهودانو سره د دښمنۍ یادونه" بللې ده.
هرتزوک په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي: "دا جرم نشي کولی موږ په متحده اماراتو یا د نړۍ په نورو برخو کې د سوکاله ټولنو له رامنځته کولو را وګرځوي بلکې دا مسیر به همداسې ادامه لري."
د اسراییل استخباراتي ادارې (موساد) اعلان وکړ، چې داسې شواهد لري چې ثابتوي دا برید یو تروریستي عمل و.
ځینو اسراییلي رسنیو د دغه برید پړه د ایران پر اسلامي جمهوریت اچولې ده.
له دې مخکې ویلا نیوز خبری وېبپاڼې خبر ورکړی و چې اسراییل داسې معلومات لري چې ښیي دغه اسراییلی د ایران د استخباراتي ځواکونو تر څارنې لاندې و.
ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کوګان، دوه ګونی تابعیت درلود؛ په متحده عربي اماراتو کې د یهودي خیریه غورځنګ "حباد" استازی او د ابوظبي اوسیدونکی و.
هغه د پنجشنبې په ورځ ورک شو او دوه ورځې وروسته یې جسد په متحده عربي اماراتو کې وموندل شو.