د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په راتلونکې اونۍ کې په مشهد کې د اقتصادی همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ۲۸مې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.
د ايران، پاکستان، افغانستان او ترکيې په ګډون لس هېوادونه د دغه سيمه ييز اقتصادي سازمان غړيتوب لري.
اسماعیل بقايي وویل، وزیران او د ايکو لوړپوړي چارواکي به په دې ناسته کې ګډون وکړي.
بقايي زياته کړه چې د ایکو د غړو هېوادونو وزیران او لوړ پوړي چارواکي، د دغه سازمان د متخصصو سیمه ییزو سازمانونو مدیران او په دې مهمه سیمه ییزه غونډه کې د یو شمېر څو اړخیزو اقتصادي سازمانونو عمومي منشيان ګډون کوي.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند ایکو د مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ د سیمه يیزو اقتصادي همکاريو تر ټولو پخوانی تړون وباله چې د سیمه يیزو همکاریو او اقتصادي پراختیا هڅونه یې د اجنډا په سر کې ده.
هغه وویل ایران به په روان کال کې د دې ناستي مشري پر غاړه ولري.
ايکو یو دولتي سیمه يیز سازمان دی، چې په ۱۹۸۵ کال کې د ایران، پاکستان او ترکیې له خوا د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شو.
په ۱۹۹۲ کال کې ایکو سازمان اووه نوي غړي ومنل، چې افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پکې شامل دي.